امنیتUncategorized

پنځوس طالبان د بادغیس په نښتو کې ووژل شول

٩- قلعه نو / د لړم ۲۲ /باختر
پنځوس وسله وال طالبان په بادغیس کې د وروستیو نښتو له امله ووژل شول او لس نور ټپیان شول .
دغه نښتې د تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې د قادس او بالا مرغاب په ولسوالیو کې د پوځیانو پر پوستو او کاروان له برید وروسته ونښتې.
د هېواد په لویدیځ کې د ظفر قول اردو یو جګپوړي مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغو نښتو کې پنځوس وسله وال طالبان ووژل شول او لس نور ټپیان شول .
هغه وویل چې د طالبانو پر پوستو او د پوځیانو پر کاروان د برید په وخت کې له ځمکې او هوا څخه برید وشو.
د رارسیدلو خبرونو له مخې، د وسله والو طالبانو شپږ قوماندانان هم په وژل شویو کسانو کې دي .
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا