خبرونهاقتصاد

پنځوس ټنه اصلاح شوي غنم د غور پر بزګرانو ووېشل شول

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د غنمو ۵۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه د دغه ولایت پر بزګرانو ووېشل.

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس باختر آژانس ته وویل چې ۱۰۰ ټنه کیمیاوي سره او د غنمو ۵۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه د شهرک، دولینې، لعل او سرجنګل ولسوالیو او د فېروزکوه ښار پر زرو بزګرانو ووېشل شول.

هغه وویل چې دغه توکي د (افغان اېډ) دفتر مرسته کړې ده.

پای/سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا