ټولنه

په ارز ګان کې په سړک دقير اچولو کار پاى ته ور سيد

د ارزګان ولايت په ترينکوټ ښار کې دڅلور کيلو متره سړک په پخو لو سره په سلګو نو کورنيو ته مواصلا تي اسا نتياوى برا بري شوې

 د ارز ګان والي محمدعمر شيرزاد د باختر ا طلاعاتي ا ژانس ته وويل: دغه سړک چې څلور کيلو متره اوږد او اووه متره سور وردي ، د هالند د مالي مرستي د يو نيم مليون ډالرو په لګښت په څلورو مياشتو کې قير شوي دي

خبرځاى زيا ته کړه : دغه سړک د ارزګان ولايت د مرکز اړوند دتوري له کلي څخه ددغه ولايت د هوا يي ډګر تر ترمينل پورې اوږد والى لري اود سړک په اوږدو کې دسلګو نو کور نيو مواصلا تي ستو نزى لري شوي دي

د ترينکوټ ښار د توري کلي يو تن او سيدونکى دباختر د اطلاعا تي ا ژانس خبريال ته وويل چې په تير وخت کې ترا نسپورتي وسايط په دغه واټ کې له ستو نزو سره مخامخ و، خو اوس چې سړک قير شوى ، دغه ستو نزه لري شوې ده ده له دولت څخه وغو ښتل چې په دغه ولايت کې د نورو ټولګټو پرو ژو تطبيق ته پا ملرنه و کړي

دهالند د پرمختيا يي چارو مسول وويل: که څه هم دغه هيواد تيرکال له ارزګان څخه خپل سر تيري ايستلى  اود بيا جوړ ونى ولايتې ټيم مسو ليت يي ا مريکا يي ځواکو نو ته سپارلي دى خودبيا جوړ ونې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي

 ده زيا ته کړه همدا اوس دارزګان په مرکزکې د هالند په مرسته دشل کيلو متره سړک پخول دوام لري .

د ارزګان والي دغه پروژي د خلکو لپاره ګټوري وبللي وې ويل: ټا کل شوې ده ځينې دغه سړکو نه په نږدي را تلونکى کې ګتې اخيستنې ته وسپارل شي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا