ورزش

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

٤٥- کابل/ د لړم ٢٤ مه/ باختر
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د والیبال د ملي لوبډلې روزونکي محمد یوسف صادق رسنيو ته وویل، چې د دغې لوبو پرانېسته تېره ورځ وشوه خو کومه لوبه ونه شوه.
د ده په خبره، نن به په لومړنۍ لوبه کې د سپین غر او نګین لوبډلې سره مخ شي.
یادې سیالۍ یوه اوونۍ دوام کوي چې شپږو لوبډلو په کې ګډون کړی.
د ښاغلي صادق د څرګندونوله مخې، د والیبال په یادو سیالیو کې له مرکزي زون څخه ام البلاد له شمال زون څخه سپین غر له ختیځ زون څخه چنار له جنوب څخه بست او له جنوب لوېديخ څخه هریوا ګډون کوي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا