خبرونهاقتصاد

په بادغیس کې لسګونو کروندګرو ښځو ته د خوراکي توکو د انډي کولو وسایل وویشل شول

– بادغیس / د لیندۍ/ ۸ / باختر
په بادغیس کې په١٢٠کروندګرو ښځو د خوارکي توکو د انډي کولو وسایل وویشل.شول.
د بادغیس د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ یو مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د خوراکي توکو د انډي کولو دغه وسایل هغو ښخو ته ورکړل شول چې په غورماچ او بالا مرغاب ولسوالیو کې کوچنې شنې خونې لري ویشل شوې دي او له دغو وسایلو څخه د مربا، ترشي او د رومیانو د رب په جوړولو کې استفاده کېږي.
هغه وویل چې دغه کروند ګرې ښځې کولای شي له ویشل شویو وسایلو څخه چې له خپلو شنو خونو څخه تر لاسه کوي انډي کړي او ویی پلوري.
هغه زیاته کړه : د دغو وسایلو د ویشلو موخه د کورنیو اقتصاد سره مرسته ، د کرنیزو محصولاتو معرفي د تولید کوونکو د پوهاوي د کچې لوړوالی او ښخو ته د کار د زمینې برابرول دي .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا