خبرونهامنیت

په باميانو کې دوه تنه د غلا په تور ونيول شول

۱۲- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
د باميانو پوليسو تېره شپه دوه تنه د غلا په تور په باميانو ښار کې د سرو زرو له یو دُکان څخه د ګاڼو د غلا په وخت کې ونيول.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد رضا يوسفي باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو دغه کسان چې غوښتل يې د باميانو ښار د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د سرو زرو له یو دُکان څخه ګاڼې غلا کړي، لاس په لاس ونيول.
هغه زياته کړه چې نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراض کړى دى.
ختم- شکريه- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا