خبرونهاقتصاد

په بامیانوکې د کرنیزو اوبو یو ستر کانال پرانستل شو

کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر

د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو یو سترکانال پرانستل شو.

د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې؛ د پیتاب زارین د کرنیزو اوبو کانال   د ۳۴۳ زره امریکايي دالرو په لګښت د جاپان هېواد په مالي مرسته  په يکاولنک ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.

دغه کانال ۲۰۷ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي او ۳۰۰ کورني هم له دغو اوبو څخه په مستقيم ډول ګټه اخلي.

د بامیانو والي سید انور رحمتي د دغه کانال پرانستل يې د کرنې په ودې او د سیمې         د اوسيدونکو د ژوندانه د حالت په  ښه والي کې یو اغیزمن او ګټورګام  وباله او           د پرمختيايي پروژو پرساتنې او څارنې يې ټينګار وکړاو  او له خلکو څخه يې وغوښتل چې دعامه  پروژو په ساتنه کې دې هم د مسوولیت احساس وکړي.

پای \ ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا