ټولنه

په بامیانو کې۳۰۰ کورنیو د سوند توکي ترلاسه کړل

۲۹- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
په بامیانو کې ۳۰۰ اړو او بېوزلو کورنیو د سوند توکي ترلاسه کړل.
د بامیانو ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو مدیر عبدالحکیم موسی باختر آژانس ته وویل چې دغې ادارې د څه دپاسه ۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت لرګي چې د اروپا ټولنې مالي مرسته ده، د بامیانو ښار د درېیمې ناحیې په دویم ګذر کې پر ۳۰۰ اړو کورنیو ووېشل.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا