ټولنه

په بامیان کې اړو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د لیندی ۲۴ / باختر
په بامیان کې پنځه زرو کورنیو ته د مرستې د وېشلو بهیر پیل شو.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د بامیانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس اقبال جوادي رسنیوته وویل چې دغه اداره د نړۍ د خوړو سازمان په مرسته د ۷۶ میلیونوافغانیو په لګښت په دغه ولایت کې په ٥ زرو کورنیو خوراکي توکي ویشي.
هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته په څلورو پړاونوکې څلوربورۍ اوړه او شپږزره افغانۍ ورکوي.
د بامیانو والي سید انوررحمتي د دغو توکو د ویشلو په مراسموکې وویل چې په روان کال کې د کرونا ویروس د خپرېدو او په ژمي کې د سړې هوا په رسېدو سره د بېوزلۍ او وزګارتيا کچې په لوړېدو سره د باميان وګړي بشردوستانه مرستوته اړتیا لري.
پای –ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا