خبرونهټولنه

په بدخشان کې بېځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د ملګرو ملتو د مهاجرت دفتر په بدخشان کې پر ۴۰۰ بېځايه شويو کورنيو نغدي پيسې او ژمني جامې ووېشلې.
د بدخشان د والي د دفتر رييس احمد فروغ برصام باختر آژانس ته وويل چې د ملګرو ملتو د مهاجرت دفتر پر هغو کورنيو چې د جګړو او د نا امنيو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه شوې دي او په فيض آباد ښار کې شپې سبا کوي؛ نغدې پيسې او ژمني جامې ووېشلې.
هغه وويل پر هرې کورنۍ٢٠٠ امريکايي ډالر او ژمني جامې ووېشل شوې.
ختم- ج-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا