ټولنه

په بدخشان کې دواوري ښوئيدنې دسردزيان دشمير زياتوالي

کابل باختر دسلواغي  دويمه

   په بدخشان ولايت کې  دواوري ښوئيدنې  له امله دسردزيان  شمير  ٤١ تنو ته ورسيد .

 دبدخشان  والي ډاکتر شاه ولي اديب دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په بدخشان ولايت کې دواوري ښوئيدنې له امله دسردزيان  شمير  ٤١ تنو ته ورسيد اوڅه ناڅه شپيته تنه نور ټپيان شوي دي .

 دبدخشان والي زياته کړه ،ښايي  دسردزيان  شمير نور هم زيات شي پنځه کورونه هم نړيدلي دي .

  دبدخشان والي څرګنده کړه، ددغه ولايت دديارلسو ولسواليو لارې تړلي دي او اوسيدونکي يې له قحطي  سره مخامخ دي که چيري  ددغو ولسواليو اوسيدونکو ته بيړني مرستې ونه  رسيږي انساني ناتار به رامنځته شي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا