امنیت

په بدخشان کې ديوه هليکپوتر راغورځيدل .

کابل باختر دسلواغي  دويمه

  دملي دفاع وزارت يو هليکوپتر په بدخشان کې راوغورځيد .

 دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دملي دفاع وزارت دوه هليکوپترونه چې ديوې ليسې دزده کوونکودژغورنې په مقصد ارغجخواه ته تللي وو يويې دتخنيکي عوارضو له امله راوغورځيد او عملي ته يې زيان ونه رسيد .

  زده کوونکي په شغنان ولسوالۍ کې دکانکور دازموينې له ورکولو وروسته  خپلو کورونو ته ستنيدل  چې په لاره کې دواوري  په ښوئيدنه کې  بند پاتې و چې  له امله يې دوه تنه زده کوونکي  ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .  د څلورو  تنو زده کوونکو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

  دارغجخواه اوسيدونکي جان محمد دلوړو زده کړو  په وزارت دنيوکي په ترڅ کې وويل، ددغه وزارت  چارواکو په روان کال کې  دکانکور ازموينه  ناوخته واخيسته  چې په سلګونو کسانو دواوري داورښت له امله ونه کړاي شول دروان کال دکانکور په  ازموينه کې ګډون وکړي او هغه کسان  چې ازموينې ته لاړل له زياتو ستونزو سره مخامخ شول .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا