خبرونهامنیت

په بدخشان کې د وګړني پاڅون د ځواکونو دوه غړي شهیدان شول

فیض اباد / د مرغومي ۲مه/ باختر
د وګړني پاڅون د ځواکونو دوه غړي نن د بدخشان د بهارک په ولسوالۍ کې شهیدان شول .
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان هغه وخت شهیدان شول چې د بهارک له ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز فیض اباد په لوري روان وو.
په دغو نښتو کې د وګړني پاڅون د ځواکونو دوه غړي شهیدان شول او طالبانو ته هم د سر زیان اوښتی خو د دوی د سر د زیان دقیق شمېر څخه خبر نه دی ترلاسه شوی .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا