
کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر
د بدخشان مرکز فيض آباد ښارکې د شهيد استاد برهان الدين رباني په ولايتي روغتون کې د کويد- ١٩ ناروغۍ تشخصيه لابراتوار پرانستل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه لابراتوار په يوه ورځ کې دکويد- ١٩ ناروغۍ د ٥٠ نمونو د آزموينې ظرفيت لري.
د دغه لابراتورد پرانستلو په وخت کې د بدخشان والي محمد ذکريا سودا او د دغه ولايت مسوولانو او ډاکترانو هم شتون درلود.
د بدخشان دعامې روغتيا رييس نورخاوري وويل؛ له دې مخکې موږ په دغه ولايت کې د کرونا ناروغۍ د تشخصيص پر وړاندې زياتې ستونزې لرلې، په خاصه توګه د نمونود آزموينې د نتيجو په برخه کې چې کابل ته مو ليږلې څو ورځې وخت يې نيو.
د بدخشان دعامې روغتيا د ساري ناروغيو مسوول شاهدالله دانشي وايي په بدخشان کې د ساړه موسم په پيل سره د کويد-١٩ ناروغۍ زياته شوې ده.
پاى \ ذ