خبرونهفرهنګ

په بدخشان کې په ديوالونو د انځورونو د رسمولو پروګرام ترسره شو

٤٠- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د مشارکت دفتر په همکارۍ د سولې په ملاتړ او د سوله غوښتنې فرهنګ د رواجولو په خاطر په ديوالونو کې د انځورونو د رسمولو پروګرام په دغه ولايت کې ترسره کړل.
د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د فرهنګ او هنر آمر محمد عارف فاروقي باختراژانس ته وويل چې د دغه پروګرام د ترسره کولو هدف د خلکو د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د سوله غوښتنې د فرهنګ رواجول دي .
هغه وويل چې دغه تصويرونه د فيض اباد ښار په استقامتونوکې د سوله غوښتنې په پيغامونو سره انځور شوي دي.
د مشارکت د دفتر استازې اصفه کريمي وايي چې دوى غواړي د دغه پروګرام په ترسره کولو سره په هېواد کې د سولې د تامينولو لپاره د خلکو ذهنونه روښانه کړي
ختم –ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا