Uncategorized

په بدخشان کې څلور پوليسان د طالبانو په بريد کې ټپيان شول

۷- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د بدخشان په درواز او نسي ولسواليو کې نن سهار د پوليسو پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ٤پوليسان ټپيان شول.
د بدخشان د پوليسو وياند ثناالله روحاني باختر آژانس ته وويل چې د پوليسو دغه سرتېري هغه وخت ټپيان شول چې وسله والو طالبانو له د دوو استقامتونو څخه د دوى پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه وويل چې په نښتو کې ٤ پوليسان ټپيان شول او طالبانو ته هم د سر زيان واوښت.
ده زياته کړه: کومکي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي او جګړه لا هم روانه ده.
پاى\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا