Uncategorized

په بغلان کې د طالبانو بریدونه شنډ شول

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
وسله والو طالبانو نن سهار د بغلان د دوشي ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې دوه طالبان ووژل شول او درې نور یې ونیول شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې وسله والو طالبانو د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو له لوري شنډ کړای شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په جګړو کې دوه طالبان وژل شوي، درې تنه نیول شوي او څو نور يې ټپیان شوي دي. دغه راز د دښمن یوه پیکا او یو کلاشینکوف د پوځیانو لاس ته ورغلي دي.
په جګړو کې پوځیانو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا