خبرونهامنیت

په بغلان کې ٣ کسان د غلا په تړاو ونیول شول

پلخمري / دلینۍ /۸ باختر
د بغلان د امنیې قوماندانۍ پولیسو پرون ٣ کسان په دغه ولایت کې د غلا په تړاو ونیول.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د بغلان د دویمې امنیتي حوزې منسوبانو دغه ٣ کسان د مرکزي بغلان د یو زرګرۍ دکان د سرو زرو د غلا په تور نیول دي.
بشارت زیاته کړه چې دوی غوښتل له یو ماشوم څخه په استفادې سره د زرګرۍ له يو دکان څخه سره زر غلا کړي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ پولیسو غله او په دغه جرم کې شریک ماشوم هم نيولى د‌ى.
د پولیسو څېړنې په دې اړوند دوام لري.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا