اقتصاد

په بلخ کې بزګرانو کرنیز وسایل ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

د هینګ د ساحو د پراختیا په موخه په بلخ کې پر ۴۰۰ بزګرانو کرنیز وسایل ووېشل شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د هینګ د ساحو د پراختیا په موخه د دغه ولایت په مارمل او خلم ولسوالیو کې د طبي بوټو د ټولنې غړی پر ۴۰۰ بزګرانو د کرنې وسایل وېشلي دي.

ویل کېږي دغه وسایل د څه نا څه درې میلیونو افغانیوپه لګښت برابر شوي وو.

د یو بل خبر له مخې:

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې ۲۰ شېدې ورکوونکې غواګانې پر ۲۰ مالدارانو ووېشلې.

د بلخ د کرنې ریاست یو مسوول وویل چې د یادو غواګانو وېشل په دغه ولایت کې د مالدارانو د اقتصادي حالت د ښه والي په موخه ترسره شوي دي.

پای/ ع

 

 

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا