خبرونهټولنه

په بلخ کې بېځايه شويو کورنيو د مرستې غوښتنه وکړه

۲۹- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
په بلخ کې بېځايه شويو کورنيو په دې سړه هوا کې د دولت او مرستندويو موسسو د سملاسي مرستو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ نږدې يو کال کېږي چې په بلخ کې بېځايه شوې کورنۍ د مزارشريف ښار په شاوخوا دښتو کې له امکاناتو پرته پرانیستي فضاکې شپې سبا کوي. دوی د دولت او مرستندويو موسسو د سملاسي مرستو غوښـتنه وکړه.
د بلخ ولايتي شورا هم د جګړو پر زیاتېدو او د خلکو پر بېځايه کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ويلي دي: که چېرې دولت دغو کورنيو ته پاملرنه ونکړي، د بېځايه شويو کورنيو حالت به نورهم خراب شي.
د بلخ د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست په دغه ولايت کې د بېځايه شويو کورنيو د ستونزو په تائيد سره وويل چې د بېځايه شويو کورنيو شمېر له ٢٥ زره څخه زيات دى، خو دوى د توان تر پولې پورې له هغوى سره مرسته کوي.
همدا اوس د سرپل، فارياب، سمنګانو او د بلخ د نا امنو ولسواليو بېځايه شوې کورنۍ په شپږو کمپيونو کې په ډېرو لږو امکاناتو سره شپې سبا کوي.
پاى \ ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا