ټولنه

په بلخ کې درې تنه په ترافیکي پېښه کې ووژل شول

۸- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
په بلخ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان تنګۍ په ساحه یو لنډکروزر موټر له یوکرولا موټر سره ټکر وکړ چې په پایله کې دوه ښځې او یو نارینه ووژل شول او څلور ماشومان ټپیان شول.
عادل زیاته کړه چې د ټپي ماشومانو روغتیایي حالت خراب دی.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا