خبرونهټولنه

په بلخ کې د ماشومانو د جنسي ځورونې د مخنيوي کمپاين ترسره شو

٤٠- کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
د ځوانانو شورا د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ او د هغوى د جنسي حورونې د مخنيوي لپاره د ټوليزې مبارزې غوښتنه وکړه.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د بلخ د ځوانانو د شورا مسوول محمد اسحق وويل چې ماشومان د هېواد د راتلونکې جوړونکي دي او بايد په اسلامي او انساني معيارونو وروزل شي او بايد له هغو څخه کاري اوجنسي ګټه وانه خيستل شي .
د بلخ د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو آمر حکيم مقبل وويل چې دغه رياست له ټولو هغوبنسټونوسره چې د ماشومانو د حقوقو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په لاره کې فعاليت کوي همکاري کوي.
د بلخ د عالمانو شورا غړى عبدالله صالحي وويل جبري کارونه اوپه بېلابېلو نومونو د ناوړې جنسي استفاده د اسلام له نظره د زده کړې پرخلاف دي اوعاملين يې بايد مجازات شي.
د بلخ د کار اوټولنيزوچارو رياست وايي چې په مزارشريف ښار کې څه د پاسه زر تنه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي .
ختم- ج – اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا