خبرونهاقتصاد

په بلخ کې د پنبې حاصلات څه نا څه څلور دیرش زره ټنو ته رسیدلي دي

مزار شریف/ دلیندۍ / ۱۸ / باختر
د بلخ د کرنې ریاست وایی چې سږکال په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات څه ناڅه ٣٤ ټنو ته رسیدلي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د بلخ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایی چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د پنبې د کرکیلې ساحه زیاته ده.
د دغه ریاست د مسوولانو د څرګندونو له مخې، په بلخ کې په ١٩ زره ٥٠٠ هکتاره ځمکه کې پنبه کړل شوې وه خو سږکال په دغه ولایت کې په ٢٢ زره ٥٢٥ هکتاره ځمکه کې پنبه کرل شوې ده چې په منځنې توګه له هر هکتار ځمکې څخه یو نیم تر دوو ټنو پورې پنبه ترلاسه شوې ده.
د بلخ د کرنې مسوولان د پنبې د کرکیلې د زیاتوالی دلیل د سولري څاه ګانو څخه استفاده او د پنبې له کرکیلې سره د بزګرانو علاقمندي وه .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا