ټولنه

په بلخ کې سلګونو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

۲۸- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
یو خیر رسوونکی سوداګر پرون د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې پر۵۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د بلخ د مهاجرینو د راستنولو چارو رییس سید مسعود قادري باختر آژانس ته وویل چې د بشیر نوید شرکت رییس خیرالدین مایل په مزار شریف کې پر ۵۰۰ بېځایه شویو او اړو کسانو خوراکي توکي او جامې ووېشلې.
د بلخ د مهاجرینو د راستنولو چارو ریاست وایي چې په وروستیو څو کلونو کې څه دپاسه ۲۵ زره کورنۍ د بې وزلۍ، جګړو او نا امنیو له امله د دغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوې دي.
پای/شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا