اقتصادټولنه

په تخار کې بېوزلو ښځو ته د لبنیاتو د بسته بندۍ وسایل وویشل شول

٤٤- تالقان / د مرغومي / ۲/ باختر
د تخار د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن ٢١ تنو ښځو ته د لبنیاتو د بسته بندۍ وسایل او دستګاوې وویشلې .
د تخار د کرنې ریاست یوه مسوول سراج الدین مهربان وویل چې ٢١ بېوزلو ښځو ته د بهارک ، فرخار او بنګي په ولسوالیو کې د لبنیاتو د بسته بندۍ وسایل او دستګاوې وویشلې .
هغه زیاته کړه چې دغه بستې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د ملي پروژې له خوا د څه د پاڅه ١٦٠ زرو افغانیو په ارزښت وویشل شوې چې ٨ قلمه د اړتیا وړ وسایل پکې شامل دي .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا