
٣٢- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت منسوبينو نن ٢ کسان په دغه ولايت کې د نشه يي توکود قاچاقو په تور ونيول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختراژانس ته وويل چې پوليسو دغه کسان د تالقانو ښار د اهن درې په ساحه کې هغه وخت ونيول چې غوښتل يې ٩ کيلوګرامه چرس نامعلوم ځاى ته وليږدوي.
ختم_ ج_اکرم