امنیت

په تخار کې د طالبانو د ډلې یو سرګروپ ووژل شو

د تالقانو ښار / د مرغومي / ۶ / باختر
په تخارکې د طالبانو یو سر ګروپ په اعزام مشهور مولوي عزت الله په اشکمش ولسوالۍ کې د پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شو.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د باختر اژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په اعزام مشهور مولوي عزت الله په مشرۍ د اشکمش ولسوالۍ د فخرک په کلي کې د پوځیانو پر پوستو برید وکړ چې په پايله کې په اعزام مشهور مولوي عزت الله له یوه ساتونکي سره يې ووژل شو او یو بل ټپي شو .
د اسیر د څرګندونو له مخې په دې نښته کې درې نور طالبان ونیول شول او له دوی څخه یوه اندازه جنګي وسایل او یو سراچه موټر د پوځیانو لاس ته ورغلي دي .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا