
کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د تخار د ملي امنيت رياست منسوبينو نن د اشکمش ولسوالۍ د کته قروق او پُل خرکار له تګلوري څخه درې ماينونه کشف او شنډ کړل.
د تخار د ملي امنيت رياست په يوه خبرپاڼه کې باختر آژانس ته ويلي دي چې د دغه رياست منسوبينو درې ماينونه چې وسله والو طالبانو پر ملکيانو او امنيتي او دفاعي ځواکونو د بريد په خاطر د دغه ولايت د اشکمش ولسوالۍ په کته قروق او پل خرکار سړک کې ښخ کړي وو، کشف او شنډ کړل.
د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې د تالقانو د قلبرس په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د ماينونو يوه زېرمه کشف او له منځه یوړل شوه.
ختم-ج -اکرم