ټولنه

په تخار کې د ۱۷۰۰ کورنیو برېښنا تامینه شوه

۲۵- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د تخار والي د دغه ولایت د تالقانو ښار د کنجک سرای سنک کلي د برېښنا برج نن پرانیست.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه، د ولایتي شورا رییس، د مدني ټولنې غړیو، د رسنیو استازو او د تالقانو ښار مشرانو ګډون لاره.
د تخار د برېښنا ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د برېښنا دغه برج د آلمان پراختیايي بانک د تخار برېښنا ریاست په همکارۍ د ۱۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ کړی او منتاژ کړی دی چې اووه ترانسفارمونه پکې شته او د تالقانو په هزارسموچ او کنجک کلیو کې درول شوي دي او د دغه برج په پرانیستلو سره ۱۷۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق د برېښنا له رڼا څخه د خلکو د کورونو د روښانولو لپاره د تخار برېښنا ریاست له کارکوونکو څخه قدرداني وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې نورې ساحې هم سروې کړي.
د تخار والي د سیمې د امنیت د تامینولو، د اقتصادي پروګرامونو د پراختیا، د برېښنا رسولو د شبکو د څارنې او ساتنه لپاره د خلکو د همکاریو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې وسله والو مخالفینو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی کلي نا امن کړي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا