خبرونهامنیت

په تخار کې يوه سړي خپله مېرمن ووژله

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
په تخار کې نن سهار يوه سړي خپله ځوانه مېرمن په ډزو سره ووژله.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې دغه سړي خپله ځوانه مېرمن په ډزو سره وژلې ده او له ساحې څخه تښتېدلی دی.
اسیر د دغې وژنې علت کورنۍ تاوتريخوالی وباله.
پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.
ختم- شکريه- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا