ټولنه

په تخار کې ١١٤٧٥ بڼونه جوړ شوي دي

٤٤- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بنوالۍ او مالدارى ملي پروژه په روان کال کې په تخار کې د بنوالۍ اومالدارى په برخوکې څه د پاسه ١٧٢ ميليونه افغانى لګولي دي.
د تخارد کرنې او اوبو لګولو رييس سراج الدين مهربان د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د بڼوالۍ اومالدارى ملي پروژه په روان کال کې د تخار په مرکز او ولسواليو کې د ميوو١١٤٧٥بڼونه جوړ کړي دي او د ګيلاسو،ناک، مڼو، چارمغزو او د انګورو٦٢ نمايشي بڼونه جوړ کړي دي .
هغه زياته کړه چې د بڼوالۍ ملي پروژه د فرخار، دشت قلعه ، چاه آب،رستاق ، خواجه غار،اشکمش، نمک آب ،کلفګان، بهارک،او چال په ولسواليوکې ٩٨بزګرانو ته د پستې بڼونه جوړ کړي دي .
د تخارد کرنې رييس زياته کړه چې د بڼوالى اومالدارى ملي پروژه په روان کال کې پڼوالو ته د انګورو کانکريتي چيلې جوړې کړي دي.
دغې پروژې په روان کال کې د تخار په مخکښو بزګرانو د سبو د انډي کولو وسايل ويشلي دي .
ختم_ ج_ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا