خبرونهورزش

په تمریني کمپ کې د ګډون لپاره د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم نوملړ اعلام شو

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
په تمریني کمپ کې د ګډون لپاره د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم نوملړ اعلام شو.
د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف باختر آژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده د دغه هېواد د فوټبال ملي ټيم د مرغومي له لومړۍ څخه د تر ۹مې پورې د عربي متحدو اماراتو په دُبی کې په ۹ ورځني تمریني کمپ کې ګډون وکړي.
مشعوف وايي چې په دغه کمپ کې به د فوټبال د سرښوونکي انوش تر نظر لاندې ۲۴ لوبغاړي ګډون وکړي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په مارچ میاشت کې د نړیوال جام او د آسیا د ملتونو جام د انتخابي سیالیو په دوام په ترتیب سره به د بنګله دیش او عمان میلمه وي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا