خبرونهروغتیا

په تېرو ٢٤ساعتوکې ٢٣٠ تنه په کرونا اخته شول اوشپږ تنه مړه شول

٤١- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ويروس د دويمې څپې د خبردارى په ترڅ کې نن د کرونا د ٢٣٠ نويو پېښو د ثبتولو او د ٦ تنو د مړينې خبر ورکوي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هېواد کې د کرونا ويروس د ٢٣٠ نويو مثبتو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په دغه ويروس د اخته کسانوشمېر ٤٨٣٦٣تنو ته رسېدلى دى.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ٦ تنو په مړينې سره د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر ١٩٠٨ تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٣٨٠٣٣کسانوته ورسېد.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د کابينې په غونډه کې د هېواد روغتيايي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې په هېواد کې د کرونا ويروس له دويمې څپې سره د مبارزې په خاطر په مرکزاو ولايتونوکې جدي تدبيرونه تر لاس لاندې ونيسي .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا