خبرونه
په جلال آباد کې يو سړک قير شو

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې يو سړک جوړ او قير شو.
دغه سړک د يو کيلومترو په اوږدوالي او د اتو مترو په سور سره جوړ شوى دى.
د دغه سړک په دواړو غاړو کې استنادي دېوال هم جوړ شوى دى چې دغه سړک د سېلاو له خطر خخه خوندي شي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه سړک حګومت د ۱۸ میليونو افغانيو په لګښت جوړ او قير کړى دى.
د دغه سړک په جوړېدو سره د سيمې اوسېدونکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي.
ختم- ج -اکرم