ټولنه

په جوزجان کې د استوګنې څو کورونه د واورې د اورښت له امله ويجاړ شوي دي

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په جوزجان کې د استوګنې لسګونه کورونه د واورې د وروستيو اورښتونو له امله ويجاړ شوي دي.
د جوزجان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس عزيزالرحمن ايماق باختر آژانس ته وويل چې د شبرغان ښار په بېلابېلو کليو کې د استوګنې ٦٥ کورونه د واورې د اورښتونو او سيلاوونو د راوتلو له امله ويجاړ شوي دي او دغه کورنۍ بېځايه شوې دي.
ايماق زياته کړه: د استوګنې د ۶۵ کورونو له جملې څخه ٧ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
ويل کېږي د جوزجان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې تراوسه پر دغو کورنيو يوه اندازه خوراکي توکي وېشلي دي او له یادو کورنيو سره يې د مرستندويو بنسټونو له خوا د مرستې غوښتنه کړې ده.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا