خبرونهامنیت

په جوزجان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وشو

۱۳- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د جوزجان د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکو یوځل بیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د دغه ولایت د ملکي او پوځي مسوولینو په ګډون جوړه شوه؛ د جوزجان د قرقین ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
یادو کسانو ژمنه وکړه چې له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې به تل له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا