اقتصاد

په جوزجان کې په لسګونو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په جوزجان کې نن څه د پاسه ٨٠ کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړل.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه کورنى له اقچې او فيض اباد ولسواليو له څو کليو څخه د نا امنيو له امله شبرغان ښار ته استوګن شوي دي او اکتيد دفتر په هرې کورنى ٢٤ زره ٤٠٠ افغانۍ وويشلې.
دغو کورنيو له حکومت څخه وغوښتل چې په خپلو سيموکې امنيت تامين کړي چې هغوى وکولاى شي بېرته خپلوکورونو ته لاړ شي.
ويل کېږي اوس کابو په شبرغان ښار کې ١٥٠٠ کورنى تر خيمو لاندې شپې سباکوي او زياتو ستونزو سره مخ دي .
ختم_شکريه_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا