ټولنه

په جوزجان کې څه د پاسه دوه سوه کورنیو مرستې ترلاسه کړې

٥٦- کابل / د لیندی ۳۰ / باختر
په جوزجان کې په دوه سوه بې ځایه شویو کورنیو مرسته وشوه.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د مهربان خیریه بنسټ په آلمان کې مېشت د ترکیې د خلکو په مالي همکاری په جوزجان کې په څه نا څه دوه سوه بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي او لګښتي مالونه ووېشل.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، مکروني، مالګه ، رب ، لوبیا ، نخود، پیاز، پټاټو، شړۍ ، د ظرف مینځلومایع ، سکرو او د سوند لرګي شامل دي.
هغې کورنۍ چې مرستې ترلاسه کړې دي د مهربان له خیریه بنسټ څخه مننه وکړه او د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه . پای –ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا