Uncategorized

په خوست کې د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د اړتیا وړ اوبه برابريږي

٣٣- کابل / د لیندی ۱۶ / باختر
په خوست کې د اوبو لګولو د ٩ کوچنيو بندونوپه جوړولوسره ، ټاکل شوې ده د زرګونو جریبه کرنیزوځمکو د اړتیا اوبه برابرې شي.
د اوبولګولو مدیریت ملي اداره د دغو بندونو جوړولو لپاره ۹۲ میلیونه افغانۍ لګوي.
د اوبو لګولو دغه بندونه په ٨ میاشتوکې په خوست ښار او یوشمېر ولسوالیوکې جوړشي.
د اوبولګولو مدیریت ملي ادارې یومسوول باخترآژانس ته وویل چې د دغو بندونو په جوړولو سره په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې خړبيږي.
په همدي حال کې په خوست کې په زرګونو بزګرانو د اوبو د دغو بندونو د جوړولوهرکلی وکړ او هغه یې په دغه ولایت کې د کرنې د سمسورتیا سبب وباله.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا