فرهنګ

په خوست کې د (مهربانۍ دېوال) ترنامه لاندې کمپاین پیل شو

٤٧- کابل / د مرغومي ۱۶ مه / باختر
د وطندار پروګرام، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ او د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو، لینکن ښوونیز مرکز او د خوست رضاکارو ځوانانو د (مهربانۍ دېوال) ترنامه لاندې کمپاین پیل کړ چې په بهیر کې یې د کمپاین غړو ته، بوټان، جامې او نور لوازم وسپارل شول .
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کمپاین د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال عبدالواحد پټان وویل: نن د خوست ګڼ شمېر ځوانان په دې موخه راټول شوي دي چې له خوست مېشتو، سوداګرو او شتمنو کورنیو جامې راټولې کړي او وروسته یې پر بېوزلو کورنیو ووېشي.
پټان د خوست له ځوانانو او خلکو څخه هیله وکړه چې په دغه پروګرام کې ونډه واخلي او په خپلو کورونو کې اضافي جامې هغوی ته ورکړي چې د (مهربانۍ دېوال) غړي یې پر اړو او بېوزلو کورنیو ووېشي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد په خبرو کې وویل: د (مهربانۍ دېوال) د کمپاین غړو او زموږ رضاکارو ځوانانو دغه پروګرام په لاره اچولی دی چې له خلکو زړې جامې او نور اړین شیان راټول کړي او پر اړو او بېوزلو کورنیو ووېشي.
زاهد پر خوست مېشتو او سوداګرو غږ وکړ چې د پوښاک راټولولو په کمپاین کې له هغوی سره مرسته وکړي.
رضاکار ځوان عارف ننګیال په خبرو کې وویل: دغه کمپاین مو په دې موخه پیل کړی دی چې له شتمنو کورنیو او اشخاصو څخه جامې، بوټان، کورتۍ، او نور شیان راټول کړو او په منظم ډول یې پر بېوزلو کورنیو ووېشو.
هغه د خوست پر ځوانانو او خلکو غږ وکړ چې خپلې زړې جامې دې د یاد پروګرام مسوولینو ته وسپاري چې د ژمي په دې سړه هوا کې اړې کورنۍ ترې ګټه واخلي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا