ټولنه

په خوست کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هڅې دوام لري

۳۶- کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په خوست کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کار دوام لري.
ټاکل شوې ده د خوست ښار ته څېرمه په بدي خېلو ساحه کې د اوبولګولو د يو کانال په جوړېدو سره د دغو ځمکو اوبه تامين شي.
دغه کانال به ٣٧١ متره اوږدوالي ولري او حکومت د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لارې د هغه د جوړولو لپاره يو میليونو ۷۰۰ زره افغانۍ بېلې کړې دي.
د خوست د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه کانال په جوړېدو سره ۱۰۰۰ جريبه ځمکه خړوبېږي.
ټاکل شوې ده دغه کانال تر يوې مياشتې پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ختم- شکريه -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا