ښوونه او روزنه

په درسي کتابونو بارکانتينرونه دپاکستان په کراچي بندرکې درول شوي دي

– کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دپوهنې وزارت په درسي کتابونو بار اووه اويا کانتينرونه دپاکستان  دحکومت له خوا په کراچي بندر کې درول شوي دي.

دپوهنې وزارت  ويندوى امان الله ايمان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دامريکا اردو دلسمو ، يوولسمو او دولسمو ټولګيو اووه نيم مليونه ټوکه کتابونه چې يو اويا عنوانه کيږي دپوهنې وزارت ته په متحده عربي اماراتو کې  چاپ کړي دي.

ده زياته کړه دغه کتابونه په يوسلو دوه ديرشو کانتينرو کي ځاى پرځاى اودپاکستان له لاري افغانستان ته ليږدول  کيږي چې له دي جملي څخه پنځوس کانتينرونه يي افغانستان  ته ليږدول شوي دي او اوه اويا  کانتينرونه يي په کراچي بندر کې درول شوي دي.

ايمان زياته کړه  چي په دي اړوند دامريکا داردو له مقاماتو سره اړيکي نيول شوي دي او هغوي ژمنه کړي ده چي دغه کانتيترونه دامريکا په اردو پوري مربوط دي او دغه ستونزې  په خپله دوي له پاکستاني مقاماتو سره حل کوي  او نور کتابونه هم دنوى تعليمي کال له پيل کيدو مخکي دپوهني وزارت ته سپارل .

ويل کيږي دغه ستونزى هغه وختا رامنځته شوي ده  چې دامريکا او پاکستان ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي  اودپاکستان حکومت غواړي په هر کانتينر ماليه ولګوي.

دپوهني وزارت ويندوى وويل څرنګه چې دغه ستونزه دامريکا په اردو اودپاکستان په حکومت پوري اړه لري نو دپوهني وزارت په دي اړوند دپاکستان له لوري سره خبرې نه دي کړي.

خو هيله کيږي چې دپاکستان حکومت دنوي تعليمي کال له پيل کيدو مخکې ددغې ستونزې په لري کولو اقدام وکړي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا