سیاست

په دوحه کې خبرې تودې دي او په افغانستان کې جګړه

کابل/ د تلې لومړۍ/ باختر
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې څو ورځې وړاندې په رسمي توګه پرانیستل شوې او اوس د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه د خبرو د پرمخ بیولو پر څرنګوالي کار کوي. که څه هم لا تراوسه د دغو خبرو د پرمخ بیولو طرزالعمل تصویب شوی نه دی او د طرزالعمل د ځینو مادو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ ناندرۍ لا نه دي حل شوې، خو له دې سره سره هیله شته چې دا ستونزې به ژر حل شي او بیا به دواړه لوري پر اصلي موضوعاتو بحثونه پيل کړي. په داسې حال کې چې په دوحه کې د دواړولوریو ترمنځ خبرې ښه په درز کې روانې دي، له بده مرغه دننه په افغانستان کې جګړه ښه په درز کې روانه ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
جګړه او سوله دوه متضاد مفاهیم دي او له یوبل سره اړخ نه لګوي. د افغانانو تمه دا وه چې په دوحه کې د سولې خبرو په پیل سره به دننه په افغانستان کې د جګړې زور کم شي او ورسره جوخت به د مرګ ژوبلې کچه هم راکمه شي؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول. په وروستیو څو اوونیو کې جګړو د هېواد په ګڼو سیمو کې زوراخیستی دی. په میدان وردګو، غزني، پکتیکا، ارزګان، بغلان، کندز او یو شمېر نورو ولایتونوکې په وروستیو څو ورځو کې زورورې جګړې رامنځ ته شوې دي، همدارنګه مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.
دغو جګړو د خلکو ژورې اندېښنې راټوکولې دي. خلک پوښتي او دا یې حق دی وپوښتي چې ولې د سولې خبرو له پيل سره جوخت جګړو زور واخیست او ولې مرګ ژوبله ډېره شوه؟ آیا جګړه د ستونزې د حل لاره ده؟ آیا جګړې ته زور ورکول موږ سولې ته نږدې کولای شي؟ دا او ورته نورې ګڼې پوښتنې باید خپل ځوابونه ومومي.
یو واقعیت لکه لمر روښانه دی او هغه دا چې که جګړو زموږ ستونزې حل کولای شوای، نو اوس به افغانانو یوه ستونزه هم نه لرلای، ځکه څلورلسیزې یې په جګړو کې تېرې کړې. جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده، جګړه ستونزې لاپسې پېچلې کوي. موږ د حل یوه لاره لرو او هغه د سولې خبرې دي، د مېز شاته کېناستل دي او پر ټولو مسایلو د ملي ګټو په رڼا کې له هر راز تاوتریخوالي پرته آزاد بحث دی.
اوس یو تاریخي فرصت برابر شوی دی، افغان حکومت او طالبانو خپل پلاوي دوحې ته استولي دي چې روانې جګړې ته د پای ورکولو لارې ولټوي او یوې هراړخیزې موافقې ته ورسېږي. په دغه راز حالت کې جګړې ته زور ورکول هېڅ ډول سپیناوی نه لري او منطق یې باطل دی. که څوک دې ته په تمه وي چې دننه په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې بری به دوی ته د سولې په خبرو کې بری په برخه کړي، نو دا تمه کله هم رښتیا کېدای نه شي، یو لوری هم د جګړې له لارې کومه برخلیک ټاکونکې او ډراماتیکه بریا ترلاسه کولای نه شي، داسې بریا چې هغه د دوحې خبرو لوری بدل کړي. ښکیلې خواوې باید د افغانستان د پوځي حالت په اړه یو روښانه تصویر ولري او واقعیتونه په پام کې ونیسي.
واقعیتونه دا دي چې هېڅ لوری د جګړې په زور مقابل لوری نه شي په ګونډو کولای. په یو او بل ځای کې لنډمهالی پرمختګ د ستراتېژيک بدلون مانا نه لري. د روانې کشالې د حل تر ټولو معقوله، منطقي او له لوړوملي ګټو سره برابره لاره د خبرو مېز ته کېناستل او له ټوپکه پرته د خپل دریځ لپاره استدلال کول دي.
جګړه ودروئ او خبرو ته زور ورکړئ.
پاى/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا