خبرونهټولنه

په دوه سوه کارګرو ماشومانو نغدي مرسته وويشل شوه

٥٢- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
په دوه سوه کارګروماشومانو چې په سړکونو کې کارکوي نن د کار او ټولنيزوچارو وزارت له خوا نغدي مرستې وويشل شوې.
دغه مرستې چې يوميليون افغانۍ کېږي په هرماشوم پنځه زره افغانۍ وويشل شوې د ماشومانو د ساتنې د شبکې رييس نجيب الله اخلاقي د څرګندونوله مخې؛ دغه ماشومان د امنيتي ستونزو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيانمن شوي دي او په سړکونوکې کارکولو ته اړ شوي دي.
اخلاقي زياته کړه چې دغه نغدي مرسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت له بودجې څخه ويشل شوې ده او د دغه زيانمنونکي قشر تر زيات پوښښ نيولو لپاره د يونيسف له ادارې سره خبرې اترې شوي دي چې په نږدې راتلونکې کې به په نورو اته ولايتونوکې له زيانمنونکو او کارګرو ماشومانو سره د يونيسف د ادارې له خوا نغدي مرسته وشي.
د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج په خپلو خبرو کې وويل چې له ماشومانوسره د نغدي مرستې هدف خپلو کورنيو ته له کوڅې او بازار څخه د دغو ماشومانو راستنول او د يو سوکاله ټولنې جوړول دي .
ختم_ ج –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا