امنیت

په روزګان کې٢٣ ويشت طالبان د پوځيانو بريد ونو کې ووژل شول

٢- کابل/ د لیندۍ ۲٤مه/ باختر
په روزګان کې ٢٣ وسله وال طالبان په نويو هوايي اوځمکنيو بريدونو کې ووژل شول او ١١ نور ټپيان شول.
پردغو وسله والو طالبانو تېره شپه د دهراوود او چارچينو ولسوالۍ او ترينکوټ ښار ته څېرمه پرامنيتي پوستو د بريدونو په وخت کې له هوا اوځمکې څخه بريدونه وشول.
دهېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دغو بريدونو کې ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نور ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: پرامنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد سره ځمکنيو او هوايي ځواکونو په ګډه پر يرغلګرو بريدونه وکړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا