خبرونهامنیت

په روزګان کې د ډار اچونې ضد عملياتو په بهير کې يو شمير کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

٤٢- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
په داسې حال کې چې د دهراود ولسوالۍ بازار اوس هم د وسله والوطالبانو تر کنترول لاندې دى پوځي مقاماتو د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د ډارچونې ضد عملياتو د دوام خبره کوي.
د دهراود ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات شپږ ورځې مخکې د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوى دى دوام لري.
په نوي اقدام کې پوځيان تېره شپه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دهراود د ځينوسيمو په پاکولوبريالي شول.
په دهراود کې په وروستيو ٢٤ ساعتو کې د جګړو په بهير کې ١٩ وسله وال طالبان ووژل شول او٩ نور ټپيان شول.
يوشمېر پاکستاني جګړه ماران هم په وژل شويوکسانو کې شامل دي .
د روزګان د والي وياند احمد شاه ساحل باختراژانس ته وويل چې افغان ځواکونه د دهراود ولسوالۍ د بازار پر لور د پرمختګ په حال کې دي.
هغه وويل د دهراود ولسوالۍ بازار ته څېرمه څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
د روزګان د والي وياند په دهراود کې د نويو جګړو په بهيرکې د ١٩ وسله والو طالبانو وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل چې په دې جګړو کې ٩ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
له بله پلوه د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوجګپوړي مقام وايي چې ډېر ژربه دهراود بېرته د افغان ځواکونوله خوا ونيول شي.
وسله والو طالبانو يوه اوونۍ مخکې د دهراود ولسوالۍ له نيولو وروسته يوشمېر دولتي تاسيسات وسوځول.
امنيتي خبرځايونه وايي چې طالبان د دهراود د ښوونکود روزنې موسسې د وسايلو په لوټولوکې رول درلود.
خپره شوې ويديو ښيي چې يوشمېرکسان د ښوونکو د روزنې د دغه بنسټ د وسايلو د لوټولو په حال کې دي.
د دهراود د ښوونکو د روزنې د موسسې د وسايلو لوټول د خلکو ترمنځ د زياتو غبرګونونو سبب شوى دى.
طالبانو د دهراود د ښوونکو د روزنې موسسې د مالونو په لوټولوکې خپل لاس لرل رد کړي دي.
ختم -ج- اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا