امنیت

په روزګان کې ۲۳ طالبان ووژل شول

۱۶- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار او دهراوود ولسوالۍ کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ګډو افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ په ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې عملیات پيل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې له تېرې شپې راهیسې په ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ کې ۲۳ طالبان وژل شوي، ۱۴ ټپيان شوي او درې پټنځایونه یې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا