امنیت
په زابل کې څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل باختر د مرغومي ٢٢ مــــــه
په زابل ولايت کې له افغان ځوا کو نو سره دنښتې په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول
دغه نښته پرون غر مه د زا بل ولايت په مر بوطاتو کې وشوه
درا رسيدلو خبرونو له مخې دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو د افغان ځوا کونو پر يوې ګز مې بريد و کړ
د زا بل ولايت دشهرصفا ولسوال شالي خان د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته وويل ددغې نښتې په بهير کې څلورتنه طالبان چې له دې جملې څخه دوه تنه يې په داسي حال کې چې ټپيان شوي وو ونيول شول
دشهرصفا د ولسوال دڅرګندونو له مخې په دې نښته کې افغان ځواکو نو او ملکي وګړو ته زيان نه دي او ښتې