ټولنه

په سره رود ولسوالۍ کې د بیا رغونې څه د پاسه ۳۰۰ پروژې پلې شوې دي

– کابل / د مرغومي ۸ مه / باختر
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د روان کال په بهیر کې د بیا رغونې ۳۳۴ پروژې پلې شوې دي.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني د باختر آژانس له سیمه ییز خبریال سره په مرکه کې وویل چې د روان کال په بهیر کې یې د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۳۳۴ سترې او کوچنې پروژې پلې کړې دي چې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو سربېره، د سیمې د اوسېدونکو زیاتې ستونزې حل شوې دي.
رحماني زیاته کړه چې د یادو پروژو له جملې څخه د ۱۷ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول دي چې د څه د پاسه پنځه نیم میلیونو افغانیو په مالي لګښت د “اقرا” پروګرام له لارې ترسره شوي دي.
د رحماني د څرګندونو له مخې؛ د یادو ښوونځیو پر جوړولو سربېره، د سربندونو، کانالونو، استنادي دېوالونو، پلګوټو، د څښاک اوبو د شبکو او د فرعي سړکونو جوړول هم شامل دي چې له دې لارې زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاتوي چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د سره رود ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې کورونه او کرنیزې ځمکې د سېلاو له خطر څخه خوندي شي.
د یادونې ده چې اوسمهال د MCCG، CCNPP او SIG موسسې په سره رود ولسوالۍ کې د بیا رغونې د یوشمېر پروژو پر پلي کولو کار کوي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا