اقتصاد

په سره رود ولسوالۍ کې د بیکونو او دستکولونو د جوړولو فابریکه پرانیستل شوه

۳۶- کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د “جاوېدان” په نامه د بیکونو، دستکولونو او دستکشو د جوړلو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د دغې فابریکې د پرانیستلو په مراسمو کې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس محمد حسن محسن د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې ورځ تر بلې په کور دننه او په تېره بیا ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو کچه لوړېږي.
محسن دغه راز له یادې فابریکې سره د مالي مرستې په تړاو د کډوالو د راستنولو چارو سازمان (IOM) له همکاریو څخه مننه وکړه چې د هېواد د بېرته راستنیدونکو افغانانو لپاره یې د کاري زمینې پر برابرولو هوډ کړی دی.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس د فابریکې له مسوولینو څخه د ښه کیفیت لرونکو اجناسو د تولید هیله وکړه. هغه وویل: که چېرې فابریکه له پیله ښه او کیفیت لرونکي اجناس تولید کړي؛ د نورو هېوادونو د ورته تولیدانو مخه نیول کېږي.
د فابریکې د پرانیستلو په مراسمو کې د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب معلم شکرالله، د کډوالو د راستنولو چارو ریاست استازي شمس او د کډوالو د راستنولو چارو سازمان (IOM) استازي حشمت الله قاضي زاده د پروژې او رامنځته شویو کاري فرصتونو په اړوند خبرې وکړې.
اوسمهال په یاده فابریکه کې ۲۲ ماشینونه فعالیت کوي چې نږدې ۳۰ زره ډالره پانګونه پرې شوې ده.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا